یو ترهګر امریکايي پوځي په افغانستان کښې ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91308-یو_ترهګر_امریکايي_پوځي_په_افغانستان_کښې_ووژل_شو
خبري سرچینو د افغانستان په جنوب کښې د یو ۲۱ کلن امریکايي پوځي د وژل کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2020 03:11 Asia/Kabul
  • یو ترهګر امریکايي پوځي په افغانستان کښې ووژل شو

خبري سرچینو د افغانستان په جنوب کښې د یو ۲۱ کلن امریکايي پوځي د وژل کیدو خبر ورکړ.

د رارسیدلو رپورټونو له مخې په فراه جان سیمه کښې د وینسنټ سباسټین ایباریا په نوم د دغه امریکايي پوځي ګاډی پرون ناڅاپه واوړیده  چې له امله یې هغه مړ شوی دی.

امریکايي چارواکو هم ویلي چې د دغه امریکايي پوځي د ګاډي د چپه کیدو او د هغه د مړینې د علت په هکله تحقیقات روان دي.

دا خبر وايي چې په افغانستان باندې د امریکې د پوځي تیري له پیل راهیسې له دریو زرو زیات امریکايي پوځیان په دې هیواد کښې وژل شوي او ۳۰ زره او ۱۶۶ تنه نور زخمي شوي دي.