جنرال یاسین ضیاء د افغانستان دپوځ لوي درستیز شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91355-جنرال_یاسین_ضیاء_د_افغانستان_دپوځ_لوي_درستیز_شو
افغان ولسمشر له دغې منصوبیدا وروسته شاه محمود میاخیل هم د افغانستان د دفاع وزارت دلومړي مرستیال په توګه ټاکلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2020 00:24 Asia/Kabul
  • جنرال یاسین ضیاء د افغانستان دپوځ لوي درستیز شو

افغان ولسمشر له دغې منصوبیدا وروسته شاه محمود میاخیل هم د افغانستان د دفاع وزارت دلومړي مرستیال په توګه ټاکلی دی .

زمونږخبریال د افغانستان د طلوع نیوز  خبری سایټ له قوله راپور راکړ  د افغانستان د  دفاع وزارت مرستیال ویندوي فواد آمان وئيلي دي  ، دافغانستان ولسمشر اشرف غني  پرون د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال جنرال  یاسین ضیاء  ددغه هیواد  پوځ  د لوي درسیتز په توګه منصوب کړی دی .

 هغه وئيلی دي ، افغان ولسمشر  له دغې منصوبیدا وروسته  شاه محمود میاخیل هم  د افغانستان د دفاع وزارت دلومړي مرستیال په توګه ټاکلی دی .

داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې له امریکا سره د طالبانو ډلې  د سولې له موافقې وروسته په افغانستان کې د  طالبانو تاؤتریخوالی لا زیات شوي او داسې کومه ورځ نشته چې  په دغه هیواد کې د طالبانو او افغان عسکرو ترمینځ  په اخ وډب کې یو شمیر  کسان خپل ژوند له لاسه ورنکړي .