طالبانو د افغان حکومت پينځلس نور بنديان آزاد کړل
Jul 10, 2020 08:32 Asia/Kabul
طالب ډلې د افغانستان د حکومت نور پينځلس بنديان له بنده آزاد کړل.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې په قطر کښې د طالب ډلې د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين وويل: دغه د افغانستان دغه پينځلس امنيتي او دفاعي ځواکونه پرون د زيارت په ورځ په غور ولايت کښې آزاد کړې شول.
افغان حکومت تر اوسه د دغه خبر د تائيدولو په باره کښې څه ردعمل نه دے څرګند کړے.
طالب ډلې له دې مخکې د افغان حکومت اوۀ سوه درويشت تنه بنديان له خپلو بندونو څخه آزاد کړي وو.
افغان حکومت هم د طالب ډلې له څلور زرو نه زيات بنديان آزاد کړي دي او ټاکل شوې ده چې له افغان حکومت سره د اړوندو يو زر بنديانو په بدله کښې حکومت پينځه زره طالب بنديان آزاد کړي.
ټیګونه