کابل بیا چاودنې ولړزوۀ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91403-کابل_بیا_چاودنې_ولړزوۀ
د افغانستان د ملی امنیت شورا ویندوي جاوید فیصل هم نن سهار وئیلي دي ، طالبانو په تیرې اونۍ کې ددغه هیواد په شپاړسو ولایتونو کې په ناڅاپي حملو اوبم چاودنو سره ۲۳عام افغانان وژلی او ۴۵نور ئې هم ټپیان کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2020 07:46 Asia/Kabul
  • کابل بیا چاودنې ولړزوۀ

د افغانستان د ملی امنیت شورا ویندوي جاوید فیصل هم نن سهار وئیلي دي ، طالبانو په تیرې اونۍ کې ددغه هیواد په شپاړسو ولایتونو کې په ناڅاپي حملو اوبم چاودنو سره ۲۳عام افغانان وژلی او ۴۵نور ئې هم ټپیان کړي دي .

زمونږ خبریال راپورراکړ  د  افغانستان امنیتی سرچینو په همداوروستیو کې  وئيلي دي ،نن سهاروختي په کابل کې ددغه هیواد دپوځ د ګاډي په لاره کې یوبم چاود شوی،چې له امله ئې یوشمیر کسان ټپیان شوي دي .

ددغه راپور په اساس ، دغه بم چاودنې یو ځل بیا دکابل ښار اوسیدونکي ویرولي  دي.همداراز  په یوه بل خبر کې وئیل شوي ، چې  په غزني ولایت کېهم د سړک غاړې  په یوه ماین چاودنې کې دوه عام کسان وژل شوي او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .

 تر دې دمه  ددغو چاودنو مسئولیّت چا په غاده نه دی اخستی البته ځیني حکومتي سرچینې ددغه شان اقداماتو او کرغیړنو فعالیتونو مسئول طالبان ګڼي چې له امریکا سره دسولې له موافقې وروسته ئې په درست افغانستان کې  تاؤتریخجن اقدامات لا پسې زیات کړي دي

یو بل خبر دا چې  د افغانستان د ملی امنیتشورا ویندوي  جاوید فیصل  هم نن سهار وئیلي دي ، طالبانو  په تیرې  اونۍ کې ددغه هیواد په شپاړسو ولایتونو کې په ناڅاپي حملو اوبم چاودنو سره ۲۳عام افغانان وژلی او ۴۵نور ئې هم ټپیان کړي دي .

 هغه وئيلي دي ، حکومت تل  په دغه هیواد کې  د تاؤتریخوالو او نښتو دختمیدا غوښتنه  کوي ،خو طالبان هماغه را ز د عامو خلکو دوینو بهولو او  جنګ جګړو او کرغیړنو اقداماتو ته دوام ورکوي .