په افغانستان کې کابو ۴۵وسلوال طالبان وژل شوي دي .
ډیری شناندی او کارپوهان په دې اند دي ، پکار خو دا وه چې له امریکا سره د طالبانو ډلې له موافقې وروسته په افغانستان کې تر یوه حده کراری راغلی وئ ، خو نه یوازې کراری نشته بلکې تاؤتریخوالي او د وینو بهیدا لا پسې زیاته شوې ده .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان دفاع وزارت نن دیوېاعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې له افغان پوځیانوسره د طالبانو په شخړې کېاته وسلوال طالبان وژل شوي اویوشمیر نور ټپیان شوي دي .
د افغانستان ددفاع وزارت مرستیال ونیدوي فواد امان هم نن وئيلی دي ،وسلوالو طالبانو د اورزګان ولایت په ترین کوټ ولسوالۍ کې دپوځ پر پستو برید کړی چې په ځوابي ډزو کې اوه یرغلګر طالبان وژل شوي او نور په شاتنبول شوي دي په دغو عملیاتو کې دوه افغان پوځیان هم وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي . همداراز دبادغیس ولایت په بالا مرغاړ ولسوالۍ کې هم د طالبانو څوارلس وسلوال وګړي وژل شوي او درې نو ټپیان شوي دي .