صدیقي: د طالبانو وروستي بریدونه سولې ته خنډونه جوړوي
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پر وړاندې لوی خنډ د بندیانو خوشې کیدل یادیږي.
دافغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، په ښارونو کې د طالبانو وروستي بریدونه په ښکاره سولې ته د رسېدو هیلې زیانمنوي.
صدیق صدیقي به خپله ټوېټر پاڼه لیکلي هغه وخت رارسېدلی، چې طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او افغان حکومت سره بین الافغاني خبرو ته کیني.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پر وړاندې لوی خنډ د بندیانو خوشې کیدل یادیږي.
په ورته مهال د سولې عالي شورا مشر عبدا... عبدا... هم ویلي، چې بین الافغاني خبرې به د ټولو بندیانو تر خوشې کیدو یوه اونۍ وروسته پيل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پيل لپاره اړتیا ده چې ۵۰۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو بهیر پای ته ورسېږي.
ویل کیږي چې د روانې میاشتې په وروستیو کې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین الافغاني خبرې پيل شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ټينګار کوي، چې د افغان حکومت له لوري ټاکل شوی پلاوی خبرو ته چمتو دی.