دطالبانو په حملې کې ۲۳عام افغانان وژل شوي دي
د افغانستان دپاکتیا ولایت دمرکز ګردیز ښار په شاوخوا کې د امنیتی مامورانو دګاډي د تیریدا په وخت په چاودنې کې یو مامور وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان د ملی امنیت شورا پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،په تیرې اونۍ کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو په حملو اوبمي چاودنو کې ۲۳عام افغان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي
د افغانستان دفاع وزارت هم پرون وئیلي دي ، په فاریاب ،غزني او کندهار ولایتونو کې له افغان ملی اردو سره د په نښتو کې د طالبانو ډلې کابو شپږویشت وسلوال کسان چې د دغې ډلې ځيني سرغنې هم پکې ترسترګو شوي ، وژل شوي دي او یولس نور ئې ټپيان شوي دي .
همداراز د افغانستان دپاکتیا ولایت دمرکز ګردیز ښار په شاوخوا کې د امنیتی مامورانو دګاډي د تیریدا په وخت په چاودنې کې یو مامور وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي .