دطالبانو په حملې کې ۲۳عام افغانان وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91436-دطالبانو_په_حملې_کې_۲۳عام_افغانان_وژل_شوي_دي
د افغانستان دپاکتیا ولایت دمرکز ګردیز ښار په شاوخوا کې د امنیتی مامورانو دګاډي د تیریدا په وخت په چاودنې کې یو مامور وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2020 01:01 Asia/Kabul
  • دطالبانو په حملې کې ۲۳عام  افغانان  وژل شوي دي

د افغانستان دپاکتیا ولایت دمرکز ګردیز ښار په شاوخوا کې د امنیتی مامورانو دګاډي د تیریدا په وخت په چاودنې کې یو مامور وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي .

زمونږخبریال راپور  راکړ د افغانستان د ملی امنیت شورا پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ،په تیرې اونۍ کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو په حملو اوبمي  چاودنو کې ۲۳عام  افغان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان  شوي دي 

 د افغانستان دفاع وزارت هم پرون وئیلي دي ، په فاریاب ،غزني او کندهار ولایتونو کې  له افغان ملی اردو سره د  په نښتو کې د  طالبانو  ډلې  کابو شپږویشت وسلوال کسان  چې د  دغې ډلې ځيني سرغنې هم پکې ترسترګو شوي ، وژل شوي دي  او یولس نور ئې ټپيان شوي دي .

 همداراز  د افغانستان دپاکتیا ولایت دمرکز ګردیز ښار په شاوخوا کې د امنیتی مامورانو دګاډي د تیریدا په وخت په چاودنې کې یو مامور وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي .