افغان حکومت خواوشاه سل تنه طالب زندانیان خوشې کړل
-
فایل فوټو
سره له دی چې له څو ورځو راهیسې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ دبندیانو دخوشی کولو پر سر ناندرۍ روانې دي او دواړه لورې پر یو بل نیوکې کوي، افغان حکومت تازه دکابل او کندهار له زندانونو نږدې سل تنه طالب زندانیان خوشې کړل.
څوورځی وړاندی افغان حکومت ویلی و چې څه باندی څلور زره طالب بندیان یی خوشي کړي او پاتی شپږ سوه طالب بندیان چې نومونه یی په ورکړل شوي لست کې شته خو دوې یې په نورو جنایی جرمونوکې د ککړتیا له امله نه شی خوشی کولی. دبندیانو د خوشې کیدو پروسه له ځنډ سره مخ شوه خو طالبانو دهغوې په بدل کې د نوروطالب زندانیانو نوملړ حکومت ته ورکړ او دهغوې د خوشی کولو غوښتنه یی وکړه .
طالبانو هم تیره اونۍ دافغانستان په لویدیځ ولایت غور کې په دوو پړاوونو کې خواوشاه شل تنه افغان زندانی سرتیري خوشی کړل. او همدا تیره ورځ یی په سهیلي ولایت کندهار کې هم لس تنه افغان زنداني عسکر خوشې کړې دي .
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو دخوشی کولو چاره داسی مهال تر سره کیږي چې افغان حکومت له طالبانو د تاوتریخوالی د کمولو او اوربند ټینګولو غوښتنه کړې ده دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي نږدی شلو هیوادونو له طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو او مخامخ خبرو دپېل غوښتنه کړې خو طالبانو تازه دیوې اعلامیي په خپرولو سره ویلي ترهغې چې د دوحې تړون په بشپړ دول عملی نه شي او ټاکل شوې شمیره بندیان خوشې نه کړي دوي به له جګړو لاس وانهخلي.
له بلې خوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي طالبان د بین الافغاني خبرو تر پېله د جګړې د ډګر له تاوده ساتلو پرته بل انتخاب نه لري.