طالبانو د افغان حکومت ۲۵ نور زندانیان آزاد کړل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91487-طالبانو_د_افغان_حکومت_۲۵_نور_زندانیان_آزاد_کړل_کړل
طالبانو په کندهار ولایت کې د افغان حکومت ۲۵ تنه زندانیان ازاد کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2020 11:47 Asia/Kabul
  • طالبانو د افغان حکومت ۲۵ نور زندانیان آزاد کړل کړل

طالبانو په کندهار ولایت کې د افغان حکومت ۲۵ تنه زندانیان ازاد کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټر پاڼه لیکي، چې دوی نن یو ځل بیا د تړون سره سم په کندهار ولایت کې د افغان حکومت ۲۵ تنه زندانیان خوشي کړي.

طالبانو څو ورځې وړاندې هم په غور او د هیواد نورو ولایتونو کې د حکومت یو شمېر بندیان ازاد کړي وو.

 طالبانو تر دې دمه د افغان حکومت نیږدې ۸۰۰ بندیان خوشي کړي او دغه راز افغان حکومت بیا ۴۱۹۹ طالب بندیان له خپلو زندانونو ازاد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د ۶۰۰ بندیانو پر سر پرتې ستونزې لا هم نه دي هواري شوې. افغان حکومت وایي چې یاد بندیان په لویو جرمونو کې ښکېل دي او د دوی په وینا دغه بندیان نه خوشي کوي.

بلخوا طالبان بیا ټينګار کوي که یې بندیان د لېسټ سره سم خوشې نه شي، بین الاافغاني مذاکرات به پیل نه کړي.