د امریکا او افغانستان چارواکي د بین الافغانی خبرو هرکلی کوي
افغان ولس تمه درلوده چې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ په قطر کې د سولې دموافقې له لاسلیک کیدو وروسته به په دغه هیواد کې سوله او کراري ټینګ شي ،خو نه یوازې دا کار نه دی شوی ،بلکې په دغه هیواد کې د وینو بهیدا نوره هم پسې زیاته شوې ده .
زمونږخبریال د افغان سرچینو له قوله را پور راکړ د افغانستان دولسمشرۍ ماڼۍ پرون مازدیګر په یوې خبر پاڼې کې وئيلي دي،د افغانستان ولسمشر اشرف غني ناوخته د امریکا دملی امنیت له سلاکار رابرټ اوبراین سره په ټيلیفوني تماس کې د بین الافغاني خبرواترو زر ترزره پیلیدا د سولې د بهیر او د تاؤتریخوالو د کمیدا غوره لاره وبلله .
په راپور کې وئيلي شوي اشر فغني په دغو خبرو کې چې د افغانستان د سولې دملی شورا مشرعبدا...عبدا...هم شتون درلود،وئيلی دي ،دامریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د روغې جوړې موافقه هاله بریالۍ کیدلی شي چې په دغه هیواد کې ئې ولس مثبتې نتیجې وویني
په دغه ټلیفوني خبرو کې د امریکا د ملی امنیت سلاکار رابرت اوبراین هم وئيلي دي ، امریکا له یوه داسې متحد، خپلواک، ولسواک او واحد افغانستان څخه چې بیرته د تروریستانو لپاره په امن ځای بدل نشي، ملاتړ کوي.
دواړو لورو د افغانستان د حکومت او طالبانو تر مینځ پر مستقیمو مذاکراتو خبرې کړې او ټینګارئې کړی ، چې دغه خبرې اترې دې زر پیل شي.
ډیری شناندي او کارپوهان وائي افغان ولس تمه درلوده چې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ په قطر کې د سولې دموافقې له لاسلیک کیدو وروسته به په دغه هیواد کې سوله او کراري ټینګ شي ،خو نه یوازې دا کار نه دی شوی ،بلکې په دغه هیواد کې د وینو بهیدا نوره هم پسې زیاته شوې ده .