په افغانستان کې پوهنتون ته د واردیدو امتحاتونه ترسره شول
ټاکل شوې ده د افغانستان ښونځي او پوهنتونونه په څلور نیمو میاشتو ځنډ سره د د زمري یا اسد دمیاشتې په پنځلسمه نیټه پرانیستل شي .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان پوهنتونونو ته د واردیدو د امتحان لومړنۍ مرحله له پنځو میاشتو په ځنډ سره په دغه هیواد کې ترسره شوه .
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،ددغه هیواد پوهنتونونو ته د واریدیدو لومړنی امتحان نن په اولسو ولایتونو کې په پرانیستي فضا او د کرونائي پړاؤ د روغتیائي سپارښتنو په رعایتولو سره ترسره شو .
ټاکل شوې ده ، دافغانستان پوهنتونونو ته د واردیدو امتحان سږکال په څلورو مرحلو کې او له څلوردیرشو ولایتونو څخه په درو دیرشو ولایتونو کې ترسره شي .
په افغانستان کې سږکال د کنکور په امتحان کې دګډون کونکو شمیر کابو دوه لکه لس زره تنه اټکل شوی ، چې له هغو به یو لک اوه څلویښت زره کسان ددغه هیواد پوهنتونونو ته لاره ومومي .
په افغانستان کې د کرونا ویروس خوریدا ددغه هیواد دکنکور امتحانونه تر پنځو میاشتو پورې وځنډول .
ټاکل شوې ده د افغانستان ښونځي او پوهنتونونه په څلور نیمو میاشتو ځنډ سره د د زمري یا اسد دمیاشتې په پنځلسمه نیټه پرانیستل شي .