په افغانستان او پاکستان کې کرونا ویروس هماغه راز خلک قرباني کوي
(last modified Sun, 19 Jul 2020 10:33:17 GMT )
Jul 19, 2020 15:03 Asia/Kabul
  • په افغانستان او پاکستان کې کرونا ویروس هماغه راز خلک قرباني کوي

په تیر شواروز کېپه پاکستان کې شپږ څلویښت ککړو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ردستو قربانیانو شمیر تر دې دمه کابو پنځه زره شپږ سوه تنو ته زیات شوی دی .

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وئيلي دي ،په  تېرو ۲۴ ساعتونو کې ئې د کرونا ویروس ۱۷۴ مثبتې پېښې ثبت کړې چې  په دې سره په درست افغانستان کې په کرونا د ککړو کسانو شمیر  کابو پنځه د یرش زره شپږ سوو تنو ته رسیدلي او همداراز په شواروز کې اولس ککړو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر دې دمه د درستو قربانیانو شمیر هم کابو یو زر دوو سوو تنو ته زیات شوی دی او دغه راز تر دې دمه  څه دپاسه څلورویشت زره کسان له ککړتیا وروسته ښه شوي هم دي .

همداراز د پاکستان د روغتیائي چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې وئيلي  دي ،په تیرو شواروز کې په درست هیواد کې په کرونا نور کابو یو زر شپږ سوه ککړ کسان پيژندل شوي، چې په تر دې دمه په درست هیواد کې په کرونا د ککړو کسانو شمیر هم دوه لکه درې شپیته زره پنځه سوه تنو ته زیات شوی  او دغه راز  په تیر شواروز کې شپږ څلویښت ککړو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ردستو قربانیانو شمیر تر دې دمه  کابو پنځه زره  شپږ سوه تنو ته زیات شوی دی .

 

ټیګونه