طالبانو له امريکې سره له موافقه ليک وروسته حملې زياتې کړې دي
د افغانستان د ملي امنيت شورا په قطر کښې له امريکې سره د تش په نامه صلحې له موافقه ليکه وروسته د طالبانو د حملو د سختېدو خبر ورکړ.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ملي امنيت شورا پرون په يوې بيانيې کښې وويل:طالبانو په تېره يوه مياشت کښې د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې د پراخو حملو په کولو سره تقريباً يو سل دېرش عامه افغانان وژلي او دوه سوه نوي نور يې هم ژوبل کړي دي.
په دغه بيانيه کښې راغلي دي طالب ډلې د حملو په کمولو باندې د خپلې ژمنې باوجود په تېره يوه مياشت کښې زياتره حملې او چاودنې په سمنګان، قندهار، ننګرهار او سرپل ولايتونو کښې ترسره کړې دي چې اکثر قربانيان يې بې ګناه کورنۍ او کسان دي.
په بيانيه کښې ويل شوي دي چې په عامه خلقو حملط د جنګ د قوانينو خلاف ورزي او جنګي جنايت بلل کيږي چې طالبان يې هره ورځ مرتکب کيږي.