د افغانستان د ولسي جرګې د غړو د امریکا په مداخلې نیوکه
د افغانستان د ولسي جرګې ځینې غړو ټینګار وکړ چې امریکا به په یو مداخله کونکي اقدام کې د طالبانو په خلاف حکومتي ځواکوکونو ته د پراخه عملیتاتو اجازت نه ورنکړي.
په ولسي جرګې کې د وردګ ښار د خلکو استازي په هیواد کې د خرابیدونکي امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې په قطر کې د امریکا د ناکامه تړون له لاسلیک کیدو وروسته د افغانانو ترمینخه د سولې مذاکرات بندون ته رسیدلې دي.
مهدي راسخ په افغانستان کې د امریکایی سولې دوام ډیر خطرناک وباله او زیاته یې کړه چې د اشرف غني حکومت په ملکي خلکو د طالبانو د حملو په وړاندې چوپه خوله پاتې دی او له انساني ژوند بې پروا دی.
همداشان د افغانستان د ولسي جرګې نورو غړو نسیم مدبر او بلقیس روشن هم وویل چې د امریکې بدبخته کړنو له المه په هرو څلورویشت ګنټو کې د امنیتي ځواکونو له سلو څخه زیات کسانو ته تلفات اړوي.
د طالبانو په خلاف د افغان حکومتي ځواکونو د عملیاتو په مخنیوي کې د امریکې لاسوهنې ښایي چې سپینه ماڼۍ له دې ډلې سره د سولې په اجرا کولو کې د دې هیواد په تحولاتو کې د غلط فهمی نوې دورې ته ننوتلی دی.
امریکا چې له دې ډلې سره یې د بین الافغاني سولې د خبرو له پيل کیدو مخکې د ټولو طالب بندیانو د خوشې کولو د ژمنې په چوکاټ کې د سولې تړون لاس لیک کړۍ وه، هڅه کوي په دغه هیواد کې د جګړې او سولې له خندق څخه ځان ازاد کړي.
امریکا او په ناټو کې متحدانو یې له طالبانو سره د جګړې او ترهګرۍ له مینځه وړلو په بهانه په افغانستان کې د ویجاړونکي جنګ او د بې ګټې جګړې له سختو پایلو څخه د ځان ویستلو لپاره له تیر یو کال راهسې دغې ډلې سره د سولې په خبرو کې بوخت دي.
د امریکې او طالبانو ترمینځه د ۲۰۲۰ کال د فروري میاشتې په نهه ویشتمه، د قطر په پلازمینې دوحه کې، د سولې تړون لاسلیک کیدو وروستو، د سپینې ماڼۍ په خپلو ژمنو عمل نه کولو له امله په افغانستان کې دې ډلې بریدونه ډیر کړي او له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره د حکومت په هڅو کې نوې خنډونه رامینځته کړي دي.
په داسې حال کې، د افغانستان د ولسي جرګې د ځینو غړو په وینا، د دوحې له تړون څخه د نه وتلو لپاره د طالبانو نظر ځان ته جلب کولو لپاره امریکا د طالبانو او د دې ډلې د تاوتریخوالي په خلاف د هیواد د حکومتي ځواکونو له عملیاتو ترسره کولو څخه مخه نیولې ده. چې له دې لارې غواړې د دې تړون چې د امریکې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په میاشته کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو لوې بریالۍ ټاکلۍ کېږي، ساتنه وکړي.