په افغانستان کښې د نښتو له کبله په لسګونو تنه ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91733-په_افغانستان_کښې_د_نښتو_له_کبله_په_لسګونو_تنه_ووژل_شول
د افغانستان د فوځي ځواکونواو طالب ځواکونو ترمېنځ په وروستيو نښتو کښې لږ ترلږه څلوېښت تنه ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2020 10:11 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د نښتو له کبله په لسګونو تنه ووژل شول

د افغانستان د فوځي ځواکونواو طالب ځواکونو ترمېنځ په وروستيو نښتو کښې لږ ترلږه څلوېښت تنه ووژل شول.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د تخار ولايت د پوليسو د قوماندانۍ وياند خليل اسير وويل، افغان فوځيانو ننن سحر د دغه ولايت په بهارک ولسوالۍ د طالب ځواکونو حمله ناکامه کړه او په دغه نښته کښې دولس تنه طالبان ووژل شول او اوه تنه نور هم ژوبل شول.

د افغانستان د دفاع وزارت هم نن د دغه هېواد په خوست ولايت کښې د اتلسو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ. د دغې نښتې څلور تنه وژل شوي کسان د طالبانو سرغنه دي.

د افغانستان د دفاع وزارت همدارنګ وويل، په هلمند ولايت کښې له افغان فوځيانو سره په نښته کښې اته طالب ځواکونه ووژل شول.