په پاکستان کې روزل شوي ترهه ګر په ننګرهار کې نیول شوي
په جلال اباد کې دتروریستانو دا ډله داسی مهال نیول کیږي چې تیره ورځ ناوخت وسله والو طالبانو د لوی اختر په مناسبت د دری ورځو لپاره د اوربند اعلان هم کړی .طالبان وایی ، د اختر په درې ورځوکې به پر حکومتي عسکرو بریدونه نه کوي خو د برید ځواب به په برید ورکوي .
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان د ننګرهار سرپرست والی تمیم عارف مومند ددغه ولایت دملی امنیت ادارې له سرپرست سره په ګډه خبري ناسته کې وئيلي،د ملي امنیت ادارې کارکوونکو دجلال اباد ښار له اوومې ناجیې څخه شپږ هغه تروریستان چې د نوموړي پر ویناپه پاکستان کې ئې د ترهګریزو کړنو روزنې کړي نیولي دي .
سرپرست والی وویل نیول شویوکسانو پلان درلود چې د لوي اخترپه شپوورځو کې په جلال اباد ښاراو نورو ګڼ میشتو سیموکې د ماین چاودنې او هدفي وژنی وکړي .هغه وویل دملی امنیت اداری کارکوونکو همدا راز ددی ولایت د اچین په ولسوالۍ کې ځانمرګي بریدونو ته چمتو شوي درې واسکټونه هم کشف او ترلاسه کړي دي.دننګرهارسرپرست والی وویل ددغو تروریستانو په نیول کیدو سره په جلال اباد ښار او خواوشاه سیموکېد ګڼ شمیرملکي وګړود مرګ ژوبلې مخه ونیول شوه .دامانت ګل په نوم دنیول شوي تن چې د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ استوګن دی وویل دوې ته د هر ماین د ایښودلو په بدل کې لس زره پاکستانۍ کلدارې ورکول کیدې. په جلال اباد کې دتروریستانو دا ډله داسی مهال نیول کیږي چې تیره ورځ ناوخت وسله والو طالبانو د لوی اختر په مناسبت د دری ورځو لپاره د اوربند اعلان هم کړی .طالبان وایی ، د اختر په درې ورځوکې به پر حکومتي عسکرو بریدونه نه کوي خو د برید ځواب به په برید ورکوي .