په غزنی کی مخ پټو وسله والو یو مدنی فعال وژلی
باید وویل شی دا لومړی ځل نه دی چی د ناپیژاندو کسانو له خوا مدني فعالان وژل کیږی .په دی وروستیوکی دنامعلومو کسانو له خوا ډیری مدنی فعالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
زمونږخبریال له غزني دغزنی ولایت سیمه ایز چارواکی وایی چی پرون غرمه مهال دغزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ په اړوندوسیمو کې عصمت سلام چی یو ځوان مدنی فعال وو مخ پټو وسله الو وژلی دی .
د غزنی دوالی ویاند واحدا... جمعه زاده وئيلي دي ، نوموړی له خپلو ماشومانو سره دخپل کلی په لور روان وو چی د لاری په اوږدو کی د ناپیژاندو وسله والوپه لاس ووژل شو .
جمعه زاده وایی چی عصمت سلام له دولت سره هیڅ کومه اړیکه نه درلوده.
باید وویل شی دا لومړی ځل نه دی چی د ناپیژاندو کسانو له خوا مدني فعالان وژل کیږی .په دی وروستیوکی دنامعلومو کسانو له خوا ډیری مدنی فعالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .