لویه جرګه د طالب بندیانو د ازادولو صلاحیت نلری
ده وویل ۴۰۰ طالب بندیان د قتل ، تیری ، فساد او نشه ایزوموادو د قاچاق په شان جرمونه کړی دي او په همدې دلیل په هغو کې ځینې په زیات قید او حتی پانسۍ محکوم دي .
د اریانا نیوز خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان د سولې د خبرو اترو کونکی پلاوی مشر معصوم ستانکزی په کابل کی له خبریالانو سره په خبرو کی زیاته کړه د افغانستان مشورتی لویه جرګه د دې صلاحیت نلری چی ۴۰۰ طالب بندیان خوشي کړي .
دغه افغان مقام جوته کړه د لوې جرګې له غړیو مشورت اخیستلې کیږی تر څو په سترو فیصلو کې د افغان ولس لیدتوګې ورځای کړې شي او که فیصله وشی نو باید د پارلیمان له لوری تایید شی .
ده وویل ۴۰۰ طالب بندیان د قتل ، تیری ، فساد او نشه ایزوموادو د قاچاق په شان جرمونه کړی دي او په همدې دلیل په هغو کې ځینې په زیات قید او حتی پانسۍ محکوم دي .
ده ټینګار وکړ اشرف غنی هم د دغو کسانو د ازادولو اختیار نلری او حتی که هغه غواړی نو د هغه فیصله به غیرقانونی وی .