په کابل کې بم چاودنې بیا وینه وبهوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92151-په_کابل_کې_بم_چاودنې_بیا_وینه_وبهوله
په تیرو دوو ورځو کې په کابل کې د لوئې جرګې بیړنۍ غونډه جوړه شوي چې پکې دسولې اوثبات په اړه ځيني مهمې فیصلې شوي او دغه چاودنې او اړۍ ګړۍ جوړول د سولې اوثبات د لارې خنډونه نوره هم زیاتولی شي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 10, 2020 07:18 Asia/Kabul
  • په کابل کې بم چاودنې بیا وینه وبهوله

په تیرو دوو ورځو کې په کابل کې د لوئې جرګې بیړنۍ غونډه جوړه شوي چې پکې دسولې اوثبات په اړه ځيني مهمې فیصلې شوي او دغه چاودنې او اړۍ ګړۍ جوړول د سولې اوثبات د لارې خنډونه نوره هم زیاتولی شي .

زمونږخبریال راپورراکړد افغانستان په پلازمینې کابل کې دپولیسو ویندوی فردوس فرامرز ووئيل نن سهارد کابل  دڅلورمې امنیتی حوزې په شاوخوا کې په مکرویانو سیمې کې بم چاودنه شوې چې له امله ئې  دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي .

 پرون هم  دکابل په کمپني سیمې کې  هم په ماین چاودنې کې  اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .

 ددغو چاودنو مسئولیّت د خبر تر مخابیره کیدا پورې چا په غاړه  نه  دی اخستی ، داپه داسې حال کې دي چې  په تیرو دوو ورځو کې په کابل کې د لوئې  جرګې  بیړنۍ غونډه  جوړه شوي چې  پکې دسولې اوثبات په اړه ځيني مهمې فیصلې شوي  او دغه چاودنې او اړۍ ګړۍ جوړول  د سولې اوثبات د لارې خنډونه نوره هم زیاتولی شي .