د امریکا ئي عسکرو پر کمیدا د افغانستان ددفاع وزارت غبرګون
په هغه پړاؤ کې چې په افغانستان کې بهرنیو عسکرو د ترهه ګرو په ضد په مځکنیو عملیاتو کې ګډون درلود، د عامو افغانانو مرګ ژوبلې دترهه ګرو په نسبت ډيرې زیاتې وې او همدا موضوع لامل شوي وه څو امریکائي او ناټوځواکونه ، د افغانستان دښاریزو د وژلو اصلي عاملان وپيژندل شي .
د افغانستان دفاع وزارت په دغه هیواد کې د امریکائي پوځیانو د کمیدا د مطرح کیدا په غبرګون کې وئيلي دي ، افغان پوځيان له خپل هیواده د دفاع او له ترهه ګرو سره دمبارزې توانمنۍ لري .
د افغانستان د پوځ لوي درستیزجنرال یاسین ضیاء د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د کمیدا دپلان په زمینې کېوئيلي دي،ددغو پوځیانو کمیدا د مونږ د اندیښنې لامل نه ده،ځکه دافغانستان ملی اردو له ترهه ګرو سره د مقابلې بشپړ توانمنۍ لري .
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په همداوروستیو کې مدعي شوی،په افغانستان کې ترراتلونکو درو میاشتو پورې دامریکائي عسکرو شمیر له پنځو زرو پوځیانو هم کموي .
له طالبانو ډلې سره د امریکا دموافقې په اساس،چېکابو پنځه میاشتې مخکې په قطرکې لاسلیک شوي ،درست بهرني عسکرباید ددغې موافقې له لاسلیک کیداوروسته تر څوارلس میاشتو پورې له افغانستانه ووځي. له افغانستانه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته له ترهه ګرو سره دمقابلې او د امنیت دتامینولو لپاره د دغه هیواد د وسلوال ځواک دتوانمنیو په باب د افغانستان د پوځ دلوي درستیز څرګندونې له افراط پالو او په دغه هیواد کې د امریکائي او ناټو ځواک له ورانکار شتون سره په مبارزې کې د افغانستان دپوځ او پولیسو د پام وړ ظرفیّتونو له امله دي .
په ۲۰۱۴کال کې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د پوځي عملیاتو د پاي له وخت او همداراز د ترهه ګرو په ضد یوازې په هوائي عملیاتو کې ددغه هیواد په جنګ کې د دوي د رول د محدودیدا له وخت څخه د افغان ځواک توانمنیو پشمول امنیتی ځانګړنې او تابیاوې لوړې شوي دي .
پر دې سربیره ، په هغه پړاؤ کې چې په افغانستان کې بهرنیو عسکرو د ترهه ګرو په ضد په مځکنیو عملیاتو کې ګډون درلود، د عامو افغانانو مرګ ژوبلې دترهه ګرو په نسبت ډيرې زیاتې وې او همدا موضوع لامل شوي وه څو امریکائي او ناټوځواکونه ، د افغانستان دښاریزو د وژلو اصلي عاملان وپيژندل شي .
په وورستیو کلونو کې او په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د پوځي ماموریت له ختمیدا وروسته د عام افغانانو وژلې په محسوسي ډول کمې شوي دي ، خو په افغانستان کې د امریکا خپل سري هوائي عملیات هماغه راز ددغه هیواد له عامو خلکو قرباني اخلي .
د ناټو اوامریکائي عسکرو شتون ، نه یوازې په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره دمقابلې په بهیر کې څه اغیزې نه لري ،بلکې د دوي دخپل سرو هوائي عملیاتو په دوام سره د افغانانو مرګ ژوبلې نوره هم زیاتیږي او پر دې سربیره ، په دغه هیواد کې د جنګ د دوام لپاره د طالبانو انګیزه هم زیاتوي.
د همدغو پر دې اساس ده چې په افغانستان کې د امریکائي عسکرو دکمیدا دموضوع له مطرح کیدا وروسته ، دغه پلان د افغانستان د پوځ دلوي درستیز له هرکلی سره مخ شوې ده او هغه ډاډ ورکړی چې د افغانستان وسلوال ځواک له ترهه ګرۍ او ناکراریو سره د اغیزشیندونکي مقابلې توانمنۍ لري . البته باید پام ولرل شي ، چې دم ګړۍ له طالبانو ډلې سره د سپينې ماڼۍ دسولې د موافقې له لاسلیک کیدا څوارلس میاشتې وروسته پورې د امریکائي پوځیانو د کمیدا او دبشپړ وتلو موضوع ، ددغې موافقې د بریالیتوب او همدارازد بین الافغاني خبرواترو نتیجې ته د رسیدا ضرورتونه دي .
د طالبانو د پاتې څلورو سوو بندیانو د خوشي کیدا لپاره د افغانستان د مشورتي لوئې جرګې د غړو وروستۍ فیصلې دبین الافغانی سولې خبرو اترو لپاره لاره پرانیستې او په همدې اساس دغې ډلې هم ددغه شان خبرواترو دترسره کیدا لپاره خپل چمتووالی هم اعلان کړی دی .
د امریکا د بدعهدیو پراخې مخینې ته په پام سره،داسې ښکاري،طالبانو ډلې پر دې سربیره چې د قطر په موافقې کې ئې له افغانستانه دبهرنیو عسکرو پر وتلو ټينګار کړی ، په بین الافغاني خبرواترو کې په احتمالی موافقې کې به هم د اوربند دټينګيدا او دجنګ دختمیدا لپاره دخپلې ژمنتیا اجرا ، دامریکائي عسکرو د وتلو له موضوع سره مشروطه کړي .