چین: د طالب بندیانو خلاصون به د باور فضا پیاوړې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92174-چین_د_طالب_بندیانو_خلاصون_به_د_باور_فضا_پیاوړې_کړي
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند یوې خبري غونډې ته په خپله وینا کې ویلي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې د وروستیو پرمختګونو هرکلی کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2020 07:25 Asia/Kabul
  • چین: د طالب بندیانو خلاصون به د باور فضا پیاوړې کړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند یوې خبري غونډې ته په خپله وینا کې ویلي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې د وروستیو پرمختګونو هرکلی کوي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم چین وايي د طالب بندیانو خلاصون به د حکومت او طالبانو تر منځ د باور فضاء پیاوړې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند یوې خبري غونډې ته په خپله وینا کې ویلي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې د وروستیو پرمختګونو هرکلی کوي.

د نوموړي په خبره چين تل هڅه کوي د افغانستان د سولې په مسئله کې مثبت رول ولوبوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت همدا راز د لویې جرګې له پرېکړې چې د افغانستان حکومت به د طالبانو ۴۰۰ هغه بندیان چې سختې جنايي دوسیې لري د خلاصون هرکلی کړی دی او په خبره یې د دغو بندیانو خوشې کول به د دواړو لوریو تر منځ د باور فضاء رامنځته کړي.

چین دغه راز د افغانستان په حکومت او طالبانو غږ کوي چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او په دې توګه به د سولې روانې هڅې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.