په افغانستان کې بیا هم د ۴۶ کسانو وینه بَهَول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92264-په_افغانستان_کې_بیا_هم_د_۴۶_کسانو_وینه_بَهَول_شوي
ټاکل شوي وه له یکشنبې ورځې راهسې په قطر کې بین ا لافغاني خبرې پیل شي خو طالبانو د ځینو مسئلو له امله دغه خبرې اترې یو ځل بیا ځنډولي دي او خپلو کرغیړنو اقداماتو ته ئې دوام ورکړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 17, 2020 00:01 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې بیا هم د ۴۶ کسانو وینه بَهَول شوي

ټاکل شوي وه له یکشنبې ورځې راهسې په قطر کې بین ا لافغاني خبرې پیل شي خو طالبانو د ځینو مسئلو له امله دغه خبرې اترې یو ځل بیا ځنډولي دي او خپلو کرغیړنو اقداماتو ته ئې دوام ورکړی دی .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  د  افغانستان په بادغیس ولایت کې په قادس ولسوالۍ کې  له افغان عسکرو سره د وسلوالو طالبانو په   نښتو کې دیرش  طالبان وژل شوي او پنځه ویشت نور ټپیان شوي دي

راپورښئ دغه نښتې  هاله پیل شوي چې وسلوالو طالبانو د افغان پوځيانو د پستو په ضد حملې وکړې  البته په کلک مقاومت پسې دغه مرګز ژوبله  اوښتې ده ، په دغه راپور کې د  افغان حکومتي مامورانو دمرګ ژوبلو په باب څه نه دي وئیل شوي .

همداراز  په یوه  بل خبر کې هم وئيل شوي  چې  د پکتیا  ولایت په احمدخیلو ولسوالۍ کې په بم چاودنې کې هم درې  افغان عسکر وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي . دغه راز د بدخشان ولایتي شورا مشر  وئیلي دي ، ددغه ولایت د راغستان ولسوالۍ دپولیسو قوماندان  سره د څلورو پولیسو  له طالبانو سره په نښتې کې وژل شوي دی .

   په یوه بل خبر کې هم وئيل شوي چې د  افغانستان د غور ولایت ویندوي عارف عابر  پرون ناوخته وئیلي دي امنیتی مامورانو یو یرغلګر چې په موټرسائيکل کې ئې بم  ځاي په ځاي کړی ؤ او د غور ولایت په مرکز چغچران ولسوالۍ  کې ئې پر یوه دیني عالم د حملې نیّت درلود له جنایته مخکې نیول شوی دی .

داپه داسې حال کې دي چې ټاکل شوي وه له یکشنبې ورځې راهسې  په قطر کې بین ا لافغاني  خبرې پیل شي خو طالبانو د ځینو  مسئلو له امله دغه  خبرې اترې یو ځل بیا ځنډولي دي  او خپلو کرغیړنو  اقداماتو ته ئې دوام ورکړی دی .