د کابل په ډیپلوماټیک سیمې ۱۴ راکټونه لګېدلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92323-د_کابل_په_ډیپلوماټیک_سیمې_۱۴_راکټونه_لګېدلي
د افغانستان پلازمینې کابل په دیپلوماتیکه سیمې کې د توغندیو د برید په پایله کې لږ تر لږه لس افغانان ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2020 08:35 Asia/Kabul
  • د کابل په ډیپلوماټیک سیمې ۱۴ راکټونه لګېدلي

د افغانستان پلازمینې کابل په دیپلوماتیکه سیمې کې د توغندیو د برید په پایله کې لږ تر لږه لس افغانان ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویندوي طارق آرین خبر ورکړ، نن سهار نامعلومو کسانو د کابل ښار په ډیپلوماتیکه سیمه په داسې حال کې راکټي برید وکړ چې په افغانستان کې د خپلواکۍ د کلیزه لمانځلې کېږي.

د راپور له مخې د توغندیو برید په نتیجه کې یې ۱۰ کسان ټپیان شوي چې څلور تنه‌یې ماشومان او یوه په‌کې ښځه ده.

د افغانستان امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نیولې دي.

تر دې مهاله هیڅ یو کس یا ډلې د دې بریدونو مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستلی.