د طالبانو برید کې ۱۰ ولسي پاڅونوال وژل شوي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان شمال ختیځ ته په تخار کې چارواکي مني، چې د دې ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې بېګا د وسلوالو طالبانو د برید له ا مله لس (10)ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجری وویل: "برید د شپې نږدې دوولس (12)بجې پیل شو، طالبانو پر ولسي پاڅونوالو برید وکړ چې د ملک تاتار سره تړلي دي."
د نوموړي په خبره، دې پېښه کې ۱۰ کسان ووژل او څلور ټپیان شول.
هغه دا هم وویل، چې سیمې ته د مرستندوی ځواکونو رسېدلو سره ځوابي برید کې د طالبانو شپږ (6)وسلوال ووژل او څلور ټپیان شول:
"اوس حالت کنټرول دی، خو له بده مرغه دغه نښته کې د سرحدي کنډک یو(1) سرتېری وژل شوی دی."
خو یوې ځايي سرچینې بیا ویلي دي د خواجه بهاوالدین برید کې ۱۳ ولسي پاڅونوال او یو (1) د سرحدي ځواکونو سرتېری وژل شوی دی.
د دې سرچینې په خبره، پېښه د خواجه بهاوالدین په لالا ګذر سیمه کې شوې ده او طالبانو د ولسي پاڅونوالو پر دریو(3) پوستو بریدونه کړي دي.
له بلې خوا د افغانستان ختیځ ته په ننګرهار کې هم چارواکي وايي، خوږياڼو ولسوالۍ کې طالبانو بېګا د افغان ځواکونو پر څو پوستو وسله والو بریدونه کړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د طالبانو د برید په پایله کې جګړه شوې، چې له امله یې لس طالبان او ۴ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
نوموړی وايي، دې پېښه کې دوه سرتېري ټپیان شوي، خو د طالبانو له ټپي کېدو کوم خبر نه لري.
وسلوالو طالبانو لا د تخار برید په هکله څه نه دي ویلي، خو په ننګرهار کې د اوو افغان سرتېرو د وژلو او ډېرو نورو د ټپي کولو خبره کوي.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته اعلامیه کې ویلي، د خوږیاڼو برید کې یې د حکومت دوه ټانکونه روغ ونیول او درې نور ویجاړ او له منځه لاړل.
وسلوالو طالبانو رسنیو ته د دوو ټانکونو انځورونه هم استولي او دعوه کوي چې بېګا یې خوږیاڼو ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو نیولي دي.