په کابل کې دپولیسو یو تښتیدلی قوماندان ونیول شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92423-په_کابل_کې_دپولیسو_یو_تښتیدلی_قوماندان_ونیول_شو
د افغانستان عدالتي محکمې په ۱۳۹۶لمریز کال کې دغه تښتیدلی قوماندان د اداري فساد ، د یوه پولیس افسر د وژلې او د حکومتي مقام څخه د ناسمې استفادې په تورونو په اته نیم کاله بند محکوک کړی ؤ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2020 07:35 Asia/Kabul
  • په کابل کې دپولیسو یو تښتیدلی قوماندان ونیول شو

د افغانستان عدالتي محکمې په ۱۳۹۶لمریز کال کې دغه تښتیدلی قوماندان د اداري فساد ، د یوه پولیس افسر د وژلې او د حکومتي مقام څخه د ناسمې استفادې په تورونو په اته نیم کاله بند محکوک کړی ؤ .

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ   د افغانستان دکورنیو چارو وزارت ویندوي طارق آرین نن سهار وختي په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د پولیسو یو تښتیدلی قوماندان  جنرال زمی پیکان ئې نن سهار وختي  دکابل ښار په یوې سیمې  کې نیولی دی .

 دا په  داسې حال کې دي چې  د  افغانستان ولسمشر  اشرف غني  د  اداري فساد په ضد  دمبارزې په کلني سیمنار کې   دزمري پیکان د سملاسي نیولو غوښتنه کړې وه