بین الافغاني خبرې به په راتلونکي اونۍ کې پيل شی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92512-بین_الافغاني_خبرې_به_په_راتلونکي_اونۍ_کې_پيل_شی
ډاکټر عبدا... وئيلی دي ،له طالبانوډلې سره د خبرواترو د پیلولو لپاره ددغه هیواد دحکومت مرکچي ټيم جوړ شوی دی .طالبانو دلې هم چې  له افغان حکومت سره ئې د خبرو اترو لپاره خپل مرکچي ټیم ټاکلی دی ،تر دې دمه ئې د بین الافغاني خبرو اترو د پیلولو  په باب څه نه دي وئيلي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 28, 2020 00:02 Asia/Kabul
  • بین الافغاني خبرې به په راتلونکي اونۍ کې پيل شی

ډاکټر عبدا... وئيلی دي ،له طالبانوډلې سره د خبرواترو د پیلولو لپاره ددغه هیواد دحکومت مرکچي ټيم جوړ شوی دی .طالبانو دلې هم چې  له افغان حکومت سره ئې د خبرو اترو لپاره خپل مرکچي ټیم ټاکلی دی ،تر دې دمه ئې د بین الافغاني خبرو اترو د پیلولو  په باب څه نه دي وئيلي .

زمونږخبریال  د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ   په داسې حال کې چې  د افغانستان حکومت  تر دې  پاتې  طالب بندیان  خوشي کړي نه دي ، د  افغانستان دملی مصالحې  دعالی شورا مشر عبدا... عبدا... پرون  په کابل کې وئيلی دي ، په زیات احتمال سره به بین الافغاني خبرې اترې  راتلونکي اونۍ پيل شي،  او مخکې له دې چې مذاکره کوونکی پلاوی مذاکراتو ته لاړ شي، د شنبې په ورځ به په کابل کې یوه ناسته ولري.

Image Caption

 

ډاکټر عبدا... وئيلی دي ،له طالبانوډلې سره د خبرواترو د پیلولو لپاره ددغه هیواد دحکومت مرکچي ټيم جوړ شوی دی  او مخکې له دې چې مذاکره کوونکی پلاوی مذاکراتو ته لاړ شي، د شنبې په ورځ به په کابل کې یوه ناسته ولري.

.طالبانو دلې هم چې  له افغان حکومت سره ئې د خبرو اترو لپاره خپل مرکچي ټیم ټاکلی دی ،تر دې دمه ئې د بین الافغاني خبرو اترو د پیلولو  په باب څه نه دي وئيلي .

د افغانستان د ملی مصالحې عالي شورا مشر  دخپلو څرګندونو په بلې برخې کې وئيلي دي ،د افغانستان دکابینې بشپړ لیسټ نهائي شوی اوراتلونکي اونۍ به اعلان شي .   داپه داسې حال کې دي چې  دافغانستان د  ولسمشر مرستیال سرورد دانش هم په پرونیو څرګندونو کې وئيلي دي ،طالبان دې   داساسی قانون په اساس په حکومت کې  له نورو لورو سره یوځاي ګډون وکړي او ددغه هیواد د ولس رایو ته دې درناوی وکړي  او دبین الافغاني خبرواترو په ترسره کولو کې دې نوره له پلمو کار نه اخلي .