ننګرهار کښې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده
-
file photo
ننګرهار کی د طالبانو دسرې قطعې له دیرشو زیاتو وسله والو غړو ته مرګ ژوبله واوښته
له جلال آباده زمونږ د خبریال د بیګاني رپورټ له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطا ا... خوږیاڼی وایي چې د دغه ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کښې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو د سرې قطعې د غړو له ډله ییز برید وروسته د امنیتي ځواکونو په ځوابي مځکني او هوایي برید کې د یو سیمه ییز قوماندان په ګډون شل تنه د طالبانو د سرې قطعې وسله وال غړي وژل شوي او دیارلس تنه نور ژوبل شول.
د ننګرهار د والي ویاند وویل: په دې نښته کې د افغانستان یو امنیتي عسکر وژل شوی او دوه تنه نور ژوبل شوې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلې.
د شیرزادو ولسوالي د جلال اباد ښار د سهیل لویدیځ په پنځوس کیلو مترۍ کې پرته ولسوالي ده چې ډیره برخه یې د دولت دوسله والو مخالفینو په ولکه کښې ده.