د طالب ډلې د شپږو لانجمنو بندیانو خوشې کیدل
ټاکل شوې وه چې د طالبانو شپږ لانجمن بندیان تیره شپه له بنده خوشې او قطر هیواد ته واستول شي.
له جلال آباده زمونږ خبریال خبر راکړی، د افغانستان یوې حکومتي سرچینی چې نه یی غوښتل نوم یی واخسیتل شي بیګا رسنیو ته ویلی چې ټاکل شوې د طالبانو شپږ لانجمن بندیان نن له بنده خوشی او په یوه ځانګړې الوتکه کې قطر هیواد ته واستول شي. دغه سرچینی ویلی چې د دغه بندیانو د لیږد په نیټه کې بدلون هم راتلاې شي.
دغه راز د مصالحې په عالي شورا کی یوې بلې سرچینی بیا ویلی چې د دغو بندیانو ټولې لوژستیکی چارې بشپړې شوي او زر به قطر هیواد ته واستول شي او هلته به طالبانو ته وسپارل شي.
دا په داسی حال کې ده چې پخوا ویل شوي و چې دغه شپږ زندانیان به تر خوشی کیدو وروسته په قطر کې د امریکا په پوځي اډه کښې ترهغې چې فرانسی او استرالیا یی له خوشی کیدو سره موافقه نه وي کړې وساتل شی او تر موافقی وروسته به بیرته افغانستان ته راوستل شي او دلته به طالبانو ته وسپارل شي.
وړمه شپه د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال د افغانستان له یو خصوصي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې دا بندیان به په یوه ځانګړې الوتکه کې قطر ته واستول شي او د دوې د پاسپورتونو ټولی پاڼې تورې شوي چې نورو هیوادونو ته پری سفر ونکړای شي. د دغو شپږو لانجمنو بندیانو په خوشی کیدو سره به د هغه پنځه زره طالب بندیانو د آزادولو بهیر بشپړ شي چې د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر کې د شوي تړون له مخې له طالبانوسره د زر تنو بندي افغان امنیتی سرتیرو په بدل کې یې د خوشې کیدو ژمنه شوې وه.