د افغانستان حکومت او طالبانو د تماس ډله جوړه کړه
Sep 13, 2020 03:15 Asia/Kabul
د افغانستان د حکومت او هم داشان طالبانو له خوا د تماس او اړیکې ډله جوړه شوې ده.
د ایرنا په لیکنه، د قطر په دوحه کښې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د مرکچي ټیم ویاند پرون وویل: د دواړو لورو ترمنیځ د پرون ورځې په ابتدايي غونډې کښې د ایجنډا او نورو اړوندو موضوعاتو د برابرولو په وخه د تماس ډله جوړه کړه.
په عین حال کښې په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک وویل چې ډیر زر به د دغې ډلې د مرکچي ټیم د غړو په هکله معلومات خپاره کړي.
ټیګونه