د افغانستان حکومت له طالبانو کرکه لري
Sep 15, 2020 02:55 Asia/Kabul
د افغانستان حکومت په یو پیغام کښې له طالب ډلې خپل نفرت او کرکه اعلان کړه.
آوا خبري آژانس لیکلې دي چې د افغانستان د ولسمشر وړومبي مرستیال پرون په یوه خبرپاڼه کښې طالبان یوه بده او قهرجنه ډله وبلله او ویې ویل چې د هیواد خلک له دغې جنګ غواړې ډلې کرکه کوي.
امر ا... صالح زیاته کړه: د افغانستان د مخلتفو سیمو او کلیو خلک د طالبانو له نیوکه د آزادیدو په تمه دي.
هغه د افغانستان اسلامي جمهوریت د طالبانو له نظام سره پرتله کړ او ویې ویل چې اوسنې نظام عدلي او قضايي ارګانونه لري خو طالبان په صحرايي محکمې باور لري.
ټیګونه