کابل کښې ناپېژانده وسله والو د ملي امنیت یو افسر ووژۀ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92988-کابل_کښې_ناپېژانده_وسله_والو_د_ملي_امنیت_یو_افسر_ووژۀ
په کابل کې د هدفمنو وژنو په لړ کې ناپېژندو وسله والو د څارګرې ملي ادارې یو افسر چې محمد امین حیدري نومېده، د کابل ښار د اتمې حوزې په اړوند قلعه چه کې په ډزو سره وواژه.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 17, 2020 02:49 Asia/Kabul
  • کابل کښې ناپېژانده وسله والو د ملي امنیت یو افسر ووژۀ

په کابل کې د هدفمنو وژنو په لړ کې ناپېژندو وسله والو د څارګرې ملي ادارې یو افسر چې محمد امین حیدري نومېده، د کابل ښار د اتمې حوزې په اړوند قلعه چه کې په ډزو سره وواژه.

د پېښې شاهدان وايي چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو په محمد امین حیدري برید وکړ چې هغه یې ووژاه او چلوونکی یې ټپي کړ.

د دغه افسر کورنۍ وايي چې محمد امین ۵۲ کاله عمر درلود او پوځي رتبه یې هم ډګروالي وه. هغوی وايي چې کله یې چې غوښتل د یوه خپلوان کور ته چې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند قلعه چه سیمې کې دی ولاړ شي د لارې په اوږدو کې د وسله والو له لوري د سړک پر غاړه په نښه شوی دی.

له دې سره هم مهاله، تېرمازدیګر دوه وسله والې ښځې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په یوه سینګارتون په داسې حال کې برید وکړ چې یوه ناوې په کې د جوړېدو په حال وه او هغو د یادې ناوې ټول سر زر له ځانه سره یوړل.

د کابل امنیه قومندانۍ بیا وايي چې، دغه پېښې د دوی تر کشف لاندې دي.