ننګرهار کښې طالبانو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښته
د افغانستان په ننګرهار کښې تر شلو ډیرو وسله والو طالبانو او امنیتی ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته
له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي وويل تیره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ اړوند سینګاني سیمه کې د سرحدي پولیسو په پوستو ډله ییز وسله وال بریدونه تر سره کړل چې د نوموړي په وینا له ماتې سره مخ شول.
د والي ویاند وویل په دغو نښتو کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي . د ننګرهار د والي ویاند وویل څلور سرحدي سرتیري هم په دې نښتو کښې وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلی.
دننګرهار ولایت د خوږیاڼیو،شیرزادو او حصارک غلجايی ولسوالۍ له څه مهال راهیسي د حکومتي سرتیرو او وسله والو طالبانوتر منځ دجګړو په ډګر بدلي شوي او هر ورځ ترې د ښکیلو خواو او ملکی وګړو د مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کیږي . خودغلته جګړو او مرګ ژوبلې د حکومت او طالبانوو تر منځ دقطر په پلازمینه دوحه کښې د مخامخ خبرو اتر د پېل راهیسې سخت زور اخیستی دے.