اشرف غني:
سیمه او نړۍ دې طالبان ډزبندۍ ته وهڅوي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وويل چې د صلحې په اړه هر ډول پرمختګ د طالبانو په اعمالو پورې تړاو لري.
د کابل ارګ ماڼۍ وويل، اشرف غني پرون د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي لیوجان سره په لیدنه کې وویل چې د طالبانو تاوتریخوالي هېڅ «مشروعیت» نه لري.
ولسمشر غني وویل: « مهمه ده چې د سیمې او نړۍ هیوادونه د ډزبندۍ مفهوم درک کړي او طالبان وهڅوي چې د ډزبندۍ په اړه د افغانستان د خلقو او بین المللي ټولنې غوښتنه ومني.»
نوموړي د افغان صلحې برخه کې سیمه ییزه اجماع مهمه بللې او په دې برخه کې يې له چیني استازي څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.
چین په سیمه کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د افغانانو په مشرۍ د صلحې له بهیر څخه يې ملاتړ اعلان کړے دے.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرو له پیلېدو سره بیا هم په افغانستان کې جګړې زیاتې شوې.
تر دا مهاله د دواړو لورو مذاکراتي ټېمونو د تماس ډلې څو ځله خپلو کې سره د سولې مذکراتو د کاري طرزالعمل په اړه بحثونه کړي دي. خو تراوسه دغو خبرو اترو څه نتيجه نه ده ورکړې.