د ایران او افغانستان اړیکې نوره هم پراخیږي
د افغانستان دپارلیمان استازو همدرااز په بیلابیلو تجارتي اواقتصادي ډګرونو کې دایران داسلامی جمهوریت له تجروبو د استفادې غوښتنه هم کړې .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران او افغانستان د پارلیمانونو د استازو غونډه نن په کابل کې ترسره شوي او په دغې ناستې کې په افغانستان کې د ایران پانګوالو ،له دغه هیواد سره د تیلو او ګیسو منتقلیدا، په ایران کې د افغان کډوالو زده کونکو زده کړې ، په افغانستان کې د وسپنې دکارخانو جوړول او په دغه هیواد کې د سولې بهیر او دایران او افغانستان د سټراټژيک سند برابرول وسپړل شول اوپرې دنظر تبادلې وشوې .
په دغې ناستې کې د افغانتسان د ولسی جرګې یوه غړي غلام سرور سعادت په ایران کې د افغان زده کونکو دزده کړو په زمینې کې داسلام ایران داقداماتو قدرونه اوستاینه وکړه .
په دغې ناستې کې د بامیانو دخلکو استازي ظهیر الدین جان آقا هم په دغې ناستې کې له افغان کډوالو څخه د اسلامی ایران د حکومت او ملت میلمه پالنې قدرونه وکړه .
د افغانستان دپارلیمان استازو همدرااز په بیلابیلو تجارتي اواقتصادي ډګرونو کې دایران داسلامی جمهوریت له تجروبو د استفادې غوښتنه هم کړې .
د اسلامی ایران دپارلیمان استازو هم په دغې ناستې کې افغانستان ته په بیلابیلو اقتصادي اوپراختیائي ډګرونو کې د تجروبو دمنتقلولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ .