د افغانستان حکومت د سولې خبرو اترو ته ژمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93133-د_افغانستان_حکومت_د_سولې_خبرو_اترو_ته_ژمن_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو ډلې سره په خبرو کښې د کابل د حکومت په ژمنتیا ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2020 08:43 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت د سولې خبرو اترو ته  ژمن دی

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو ډلې سره په خبرو کښې د کابل د حکومت په ژمنتیا ټینګار وکړ .

هغه بیګا د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په پینځه اویایمې (۷۵) غونډې کښې د ویډیو کانفرنس له لارې وینا کښې له طالبانو سره د سولې نیغ په نیغه خبرو اترو ته د  افغانستان د حکومت په ژمنتیا ټینګار سره وویل په سیمه کښې د پایداره سولې د رامینځته کولو لپاره باید د ترهګرۍ اصلي جرړه وویستل شي .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په دې خبرې سره چې د افغانستان خلک له نړیوالو ترهګرو ډلو کړیږي دغه راز د سولې د خبرو اترو پرمخ بیولو کښې د حکومت په هڅه کښې د ملګروملتونو رول مهم وباله او ویې ویل په هیواد کښې په سمدستي ډول د تاوتریخوالو او د جنګ ختمول به د افغانستان د پراختیا او د پرمختګ سبب شي .

دغه راز د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله هم په قطر کښې د طالبانو ډلې او د حکومت ترمینځ د سولې د خبرو بهیر مخ په وړاندې وباله .

هغه د مدني ټولنې او د ښځو له یوشمیر استازیو سره په کتنې کښې په قطر کښې د افغانستان د سولې  خبرو اترو ته په اشارې سره وویل د طالبانو او حکومت مرکچي پلاویو په خبرو کښې ښه پرمختګونه ترلاسه کړي دي او دا د  یوه(۱) مهم ګام پیلیدل دي .