د ایران او د افغانستان تجارتي خنډونه ختمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93143-د_ایران_او_د_افغانستان_تجارتي_خنډونه_ختمیږي
ایرنا خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د ایران سفیر بهادر امینیان وویل د بانکونو ، ټرانسپورټ او دغه راز د موجوده پټانشلونو د پیژندلو دریو (۳) برخو ته اړونده د تاجرانو مشکلات د دواړو هیوادونو د چارواکو د ګډو غونډو په ترسره کیدا سره ختمیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2020 12:41 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان تجارتي خنډونه ختمیږي

ایرنا خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د ایران سفیر بهادر امینیان وویل د بانکونو ، ټرانسپورټ او دغه راز د موجوده پټانشلونو د پیژندلو دریو (۳) برخو ته اړونده د تاجرانو مشکلات د دواړو هیوادونو د چارواکو د ګډو غونډو په ترسره کیدا سره ختمیږي .

هغه نن په کابل کښې د اوبو د بریښنا او د نویو انرژیو د صنعت په  تخصصي لومړني اختصاصي نندرتون کښې د ترسره شویو غونډو په څنګ کښې د افغانستان او د ایران ترمینځ د تجارت د پام وړ ودې ته په اشارې سره وویل په تیرو څو کلونو کښې په افغانستان کښې د ایران د شرکتونو فعالیتونه ډیر زیات شوي دي او خوشبختانه د ایران حکومت په دې زمینه کښې مناسب ملاتړونه کړي دي .

په افغانستان کښې د ایران سفیر بهادر امینیان زیاته کړه ټاکل شوي ده چې راتلونکي میاشت د دواړو هیوادونو ګډه غونډه وشي او پکښې د بانکونو او د ټرانسپورټ په شمول د مطرح شویو مشکلاتو لپاره عملي او منطقي لارې چارې وړاندې شي .

د ایران او د افغانستان ترمینځ په کال کښې د تجارت ارزښت څه د پاسه یونیم میلیارډه ډالره دی .