له افغان پوځیانو سره په نښته کښې ۶۵ طالبان وژل شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93157-له_افغان_پوځیانو_سره_په_نښته_کښې_۶۵_طالبان_وژل_شوې_دي
د طالبانو ډلې ۶۵ غړي د افغانستان د ملي اردو له ځواکونو سره په نښته کښې ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2020 10:10 Asia/Kabul
  • له افغان پوځیانو سره په نښته کښې ۶۵ طالبان وژل شوې دي

د طالبانو ډلې ۶۵ غړي د افغانستان د ملي اردو له ځواکونو سره په نښته کښې ووژل شول.

د افغانستان رسنیو خبر ورکړې چې طالب وسله والو په ختیځ ولایت پکتیکا کښې په وازې خوا ولسوالۍ کښې د افغانستان پوځ د درستیزولۍ په ودانۍ حمله وکړه.

د حملې په ځواب کښې د ملي اردو ځواکونه له طالبانو سره ښکیل شول چې له امله یې ۶۵ طالبان مړه او ۳۵ نور زخمي شول.

په دغې نښتې کښې د افغانستان د ملي اردو درې ځواکونه هم وژل شوي او شپږ نور زخمي شول.

د طالبانو بریدونه په داسې حال کښې دي چې د دغې ډلې او د افغانستان د حکومت ترمینځ په هیواد کښې د جنګ او نښتو د ختمولو لپاره د صلحې مذاکرات له تیرې دوشنبې څخه د قطر په پلازمینې دوحه کښې پیل شوي او لاهم دوام لري.