اشرف غني عمران خان ته د افغانستان د سفر رسمي بلنه ورکړه
Sep 28, 2020 04:07 Asia/Kabul
د پاکستان له وزیر اعظم سره په ټيلفوني خبرو کښې افغان ولسمشر اشرف غني عمران خان ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته رسمي سفر وکړي.
د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني او د پاکستان وزیر اعظم عمران خان پرون د دواړو هیوادونو تر منځ د تعلقاتو ، د سولې د پروسې او په افغانستان کې د ډزبندۍ پر رامینځته کولو خبرې وکړې. په دغو خبرو کې افغان ولسمشر غني په افغانستان کښې د ډزبندۍ غوښتنه وکړه او د پاکستان وزیر اعظم ته یې بلنه ورکړه چې افغانستان ته رسمي سفر وکړي. په مقابل کې ، د پاکستان وزیراعظم عمران خان وویل چې هغه په افغانستان کې د ډزبندۍ بشپړ ملاتړ کوي او له ولسمشر څخه یې د بلنې لپاره مننه وکړه ، او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به کابل ته سفر وکړي.
ټیګونه