په پاکستان کښې د عبد الله عبد الله صلاح مشورې
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر د خپل هیواد د صلحې له بهیره د پاکستان د ملاتړ جلبولو لپاره اسلام آباد ته تلی دی.
ټاکل شوې چې عبد الله عبد الله په دغه درې ورځني سفر کښې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان او خارجه وزیر شاه محمود قریشي په شمول له ځینو چارواکو سره په قطر کښې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینخ د صلحې د خبرواترو د بهیر په هکله د نظر تبادله وکړي.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا پاکستان ته د عبد الله عبد الله د سفر هدف د افغانستان د صلحې په لړ کښې د سیمې د هیوادونو د ملګرتیا جلبول او سیمه ایزه اجماع بللې ده. د افغانستان د حکومت او طالب ډلې ترمینځ د صلحې خبرې اترې د ستمبر له دولسمې څخه په قطر کښې پیل شوې دي خو لا یې هیڅ بریا نه ده لرلې.
په داسې حالات کښې د پاکستان له ځینو لوړرتبه چارواکو سره د عبد الله عبدالله صلاح شورې چې په قطر کښې د طالبانو او د افغان حکومت ترمینځ د صلحې مذاکرات د ځینو سرچینو په وینا د پرمختګ د نشتوالي په وجه بندې شوې دي، د افغانستان د صلحې له بهیر سره د مرستې لپاره د پاکستان د رسمي او غیررسمي وړتیاؤ د کارولو لپاره یوه هڅه کیدې شي.
په تیرو کابو دوو اونیو کښې چې د قطر په پلازمینې دوحه کښې د بین الافغاني مذاکراتو تیریږي، د افغانستان د صلحې له بهیر سره د سیمه ایزو او نړیوالو مرستو د جلبیدو مسئله له مخکښې زیاته د کابل د چارواکو د پاملرنې وړ ګرځیدلې ده.
په هم دې لړ کښې د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست حنیف اتمر په قطر کښې د صلحې له مذاکراتو سره هم مهاله په خپل هیواد کښې د جنګ له ختمیدو او د دائمي اوربند او ثبات له ټینګیدو سره د نړیوالې ټولنې د مرستې او ملاتړ غوښتنه وکړه.
په افغانستان کښې د طالبانو د پخواني حکومت په رسمیت پیژندلو او ترې په ملاتړ کښې د پاکستان مخینه سبب شوې چې د افغانستان حکومت او ولس هم هغه شان پاکستان په دغې ډلې باندې د رسمي او غیررسمي نفوذ لرونکې وګڼي.
نن سبا چې په قطر کښې بین الافغاني مذاکرات د ځینو سرچینو په وینا دریدلې دي، یوځل بیا یې په طالبانو باندې د پاکستان د اغیزشیندنې او نفوذ مسئله د افغانستان د چارواکو د پام وړ ګرځیدلې ده او په هم دې وجه عبد الله عبد الله د صلحې د خبرواترو په لړ کښې چې مسئولیت یې په غاړه لري، اسلام آباد ته تلی دی څو وتوانیږي له طالبانو سره په مذاکراتو کښې رامینځته شوې غوټه پرانزي.
په تیره بیا دا چې د افغانستان چارواکي ښه پوهیږي چې پاکستان د افغانستان د صلحې په بهیر کښې د خپل رول له کمزوري کیدو خوابدې دی او ممکنه ده چې په دغه هیواد کښې له ماتې سره د امریکې د پروګرامونو د مخامخولو په شمول مختلفو وجوهاتو باندې د صلحې په بهیر کښې منفي رول ولوبوي.
په تیره بیا دا چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان په دې وروستیو کښې ټینګار کړی دی چې په افغانستان باندې له بهر څخه تپل شوې صلحه ګټه نه کوي او هم دغه دریځنیونه تر څه حده د کابل د چارواکو لپاره اندیښمنونکې شوې ده.
پاکستان چې له کلونو راهیسې د افغانستان د صلحې په بهیر کښې د لازیات رول لوبولو غوښتونکې دی، هیله یې درلوده چې له طالبانو سره د دغه هیواد د حکومت د صلحې په مذاکراتو کښې شتون ولرلې شي خو تر افغان لورو د دغو خبرواترو محدودیدو دغه زمینه برابره نه کړه.
دغه ډول ملاحظاتو ته په پام سره عبد الله عبد الله پاکستان ته تلی دی څو د دغه هیواد له ځینو چارواکو سره د صلاح مشورو له لارې هغوي د افغانستان د صلحې له بهیر سره لازیاتې مرستې او ملاتړ ته وهڅوي.
که څه هم باید پاملرنه وشي چې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د مذاکراتو دوام، له امریکې سره د دغې ډلې د صلحې د موافقې په اجرا کیدو پورې شرطمنیدو دا حقیقت په ډاګه کړی دی چې په دغه ډول حالاتو کښې لرې ده چې په طالبانو باندې د پاکستان کمزورې شوې نفوذ د صلحې د خبرواترو په بهیر کښې پر طالبانو چندانې اغیزه ولري.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/