د افغانستان د کډوالو د څلوراړخیزې کمیټې آنلاین غونډه وشوه
د افغانستان د کډوالو د څلوراړخیزې لارښوونکې کمیټې اوومه غونډه پرون د ایران، پاکستان او افغانستان د حکومتونو او د ملګرو ملتو د کډوالو د لوړې کمشنرۍ د استازو په ګډون په آنلاین توګه ترسره شوه.
د ایران د کورنیو چارو د وزارت د بهرنیو ښاریزو او کډوالو د چارو مشر مدیر مهدي محمودي د دغې غونډې د کوربه توب او ترسره کولو په لړ کښې د ملګرو ملتو د کډوالو د لوړې کمشنرۍ د کوشش او اهتمام په قدرونې سره وویل: نن سبا د کرونا ناروغۍ خپریدو او هم داشان به ایران باندې د ظالمانه او غیرانساني بندیزونو لګیدو په هیوادکښې د انساندوستانه خدماتو د بهیر دوام سخت تر اغیزې لاندې راوستې دی.
محمودي زیاته کړه: پکار دي چې په رضاکارانه توګه د کډوالو له ستنید او له کوربه هیوادونو او ټولنو په ملاتړ کښې او هم داشان د ایران او پاکستان هیوادونو ته د لازیاتو سرچینو په ورکړه کښې د ګډو پروګرامونو او سیاستونو د پراختیا لپاره لازیات عملي اقدامات وشي.
د ملګرو ملتو د کدوالو د لوړې کمشنرۍ د رپورټ له مخې کابو دوه میلیونه رجسټر شوي (قانوني) کډوال نن سبا په ایران کښې ژوند تیروي.
له دې نه علاوه تقریبادوه میلیونه نور افغان کډوال په غیرقانوني توګه او بې له هویتي مدارکو په ایران کښې اوسیږي.
د ملګرو ملتو او هم داشان د افغانستان چارواکو د افغان کډوالو د کوربه توب په وجه څوڅو وارې د ایران د اسلامي جمهوریت قدرونه کړې ده.