حامد کرزی:
د امریکې ترهګر پوځیان دې له افغانستانه ووځي
د افغانستان پخواني ولسمشر له خپل هیواده د امریکې د ترهګرو پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه.
حامد کرزي په یوه وینا کښې وویل: د غلیمانه عملیاتو بندول او له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د دې هیواد د خلکو اصلي غوښتنه ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر ټینګار وکړ چې امریکایانو په دې هیواد کښې ډیرې تیروتنې کړې دي چې له امله یې د افغانستان خلک کړیږي.
هغه زیاته کړه: امریکايي پوځیانو په هغه څه کښې چې د ترهګرۍ خلاف جنګ یې بولي، د ترهګرۍ سرچینه په نښه نه کړه بلکې د افغانستان خلکو ته یې تاوان ورسوه ځکه چې هغوي زمونږ کلي بمباري کړل او ځوانان یې راله قتلِ عام کړل.
د افغانستان پخواني ولسمشر په قطر کښې د حکومت او طالبانو ترمینځ د صلحې د مذاکراتو نتیجې ته په رسیدو باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: د صلحې او ثبات ټینګښت او د جنګ او نښتو ختمیدل د افغانستان د خلکو غوښتنې دي.
د افغانستان مختلفو چارواکو او خلکو له دې مخکښې هم په وارو وارو له خپل هیواده د ترهګرو امریکايي پوځیانو د وتلو غوښتنه کړې ده.