قطر کښې د سولې د خبرو د بریالیتوب چانس کم دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93441-قطر_کښې_د_سولې_د_خبرو_د_بریالیتوب_چانس_کم_دی
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود د قطر په پلازمینې دوحې کښې د سولې د خبرو اترو بیالیتوب لیرې وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2020 10:52 Asia/Kabul
  • قطر کښې د سولې د خبرو د بریالیتوب چانس کم دی

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود د قطر په پلازمینې دوحې کښې د سولې د خبرو اترو بیالیتوب لیرې وباله .

هغه د قطر په دوحې کښې د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمینځ د بین الافغاني خبرو اترو ته په اشارې سره نن  ادعا وکړه کابل او دغه ډله  په سولې اعتقاد نلري .

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود وویل طالبانو ډله په انتخاباتو ، مدني ارزښتونو ، د ښځو په حقوقو او د  قومي او مذهبي اقلیتونو په رسمیت پيژندلو باور نلري او په افغانستان کښې د خپلو باورونو د تپلو هڅه کوي .

احمد ضیا مسعود دغه راز زیاته کړه په افغانستان کښې د سولې ټینګیدل د امریکا او د پاکستان له فیصلې سره مشروطه دي او د قطر د سولې خبرې اترې هم تر هغه وخته پورې چې د افغانستان ستر ملي چوکاټ جوړ نشي کومې نتیجې ته نه رسیږي .