افغان حکومت په طالب ډلې نيوکه وکړه
Oct 11, 2020 08:42 Asia/Kabul
افغان حکومت د طالب ډلې جنګ ناروا وبلۀ.
د آريا نيوز خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د صلحې په چارو کښې د حکومت وياندې وويل، طالبان هم هغه شان کوشش کوي چې په دغه هېواد کښې د بهرنيو فوځيانو د شتون په بهانه جنګ ته دوام ورکړي د صلحې د خبرو اترو له دوام څخه وتښتي.
مېرمن ناجيه انوري زياته کړه طالب ډلې په قطر کشې د صلحې د خبرو اترو دوام ته ګروهنه نه لري او د صلحې ټينګښت، ډزبندي او د جنګ خاتمه نه غواړي.
هغې وويل، د بين الافغاني صلحې خبرو اترو په بهير کښې يو مشکل دا دے چې طالبان غواړي خپلې نامعقولې غوښتنې په حکومت وتپي.
مېرمن انوري تاکيد وکړ، د اشرف غني حکومت هم هغه شان د جنګ د خاتمې ، ډزبندۍ او د دوحې د خبرو اترونتيجې ته د رسېدو لپاره کوششون کوي.
ټیګونه