عبدالله عبدالله هند ته خپل سفر ختم کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93484-عبدالله_عبدالله_هند_ته_خپل_سفر_ختم_کړ
د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر هند ته د خپل سفر په ختمېدو دغه سفر کامياب وبلۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2020 11:54 Asia/Kabul
  • عبدالله عبدالله هند ته خپل سفر ختم کړ

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر هند ته د خپل سفر په ختمېدو دغه سفر کامياب وبلۀ.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې عبدالله عبدالله هند ته له خپل څلور ورځني سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له ليدنو کتنو وروسته بېګا کابل ته ستون شو او خپل سفر يې ګټور وبلۀ.

د افغانستان دغه لوړ رتبه چارواکي په دغه سفر کښې د هند له وزيراعظم، د بهرنيو چارو له وزير، د ملي امنيت له صلاحکار او يو شمېر نورو هندي شخصيتونو سره ليدنې کتنې او په افغانستان کښې د صلحې د هلوځلو او د دواړو هېوادونود تعلقات د پراختيا په اړه د نظر تبادله وکړه.

عبدالله عبدالله له دې مخکښې په اسلام آباد کښې هم له لوړرتبه پاکستاني چارواکو سره د کابل او اسلام آباد د تعلقاتو او په قطر کښې د بين الافغاني صلحې مذاکراتو په اړه ليدنې کتنې او خبرې اترې کړې وې.