ننګرهار کی سلګونو میرمنو دجمهوریت دبقا او اوربند ټبنګولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93487-ننګرهار_کی_سلګونو_میرمنو_دجمهوریت_دبقا_او_اوربند_ټبنګولو_غوښتنه_وکړه
ددې ولایت دښځو چارو په ریاست کې راټولو شویو سلګونومیرمنو په افغانستان کې د جمهوری نظام دبقا اوپه تیرو شلو کالوکښې د ښځو دحقونو دخوندي ساتلو غوښتنه وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2020 12:57 Asia/Kabul
  • ننګرهار کی سلګونو میرمنو دجمهوریت دبقا او اوربند  ټبنګولو غوښتنه وکړه

ددې ولایت دښځو چارو په ریاست کې راټولو شویو سلګونومیرمنو په افغانستان کې د جمهوری نظام دبقا اوپه تیرو شلو کالوکښې د ښځو دحقونو دخوندي ساتلو غوښتنه وکړه

د ننګرهار دښځو چارو ریسه میرمن فاطمه عزیز وایي دا میرمنې د ننګرهار ولایت دبېلابېلو سیموڅخه راټولې شوې او په یو اواز یې د حکومت او طالب ډلې تر منځ په راتلونکی کې  په کیدونکې سیاسي هوکړه کې د جمهوری نظامی د بقا او په تیرو شلو کالوکې دښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کوي. میرمن عزیز وویل دغو میرمنو همدارنګه  له ښکیلو خواوڅخه د فوری اوریند غوښتنه وکړه  دهغه په وینا په روانو جګړوکې ډیر زیان میرمنوته رسیږي . دننګرهار ښځوچاروریسې وویل په جمهوری نظامونوکې د وګړوحقوق دنورو نظامونو په پرتله ډیر خوندي وي.

دننګرهار ولایت میرمنې داسی مهال د جمهوري نظام دبقا غوښتنه کوي چې تیره ورځ ددې ولایت سلګونو دینی عالمانو،قومی مخورو او مدني فعلانو هم په یوه ستره غونډه کې د اوریند د ټینګیدو اوجګړي د بندولو غوښتنه کړې وه