طالبان اوس هم صلحې ته ژمن نه دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93518-طالبان_اوس_هم_صلحې_ته_ژمن_نه_دي
د افغان ولسمشر وياند وويل، طالبان اوس هم صلحې ته ژمن نه دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2020 04:01 Asia/Kabul
  •  طالبان اوس هم صلحې ته ژمن نه دي

د افغان ولسمشر وياند وويل، طالبان اوس هم صلحې ته ژمن نه دي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون په خبري ناسته کښې وویل، د طالبانو بریدونه د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه افغانان نااميده  کوي. نوموړي یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او له افغان مذاکراتي ټيم پ سره مخامخ خبرو ته کښېني.