بغلان کښې طالبانو ۲۰ افغان ځواکونو ته مرګ و ژوبله اړولې
په بغلان کې له وسلوالو طالبانو سره په نښته کې ۲۰ سرتېرو او امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو د سرې قطعې جنګیالیو د بغلان ولایت په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې د پولیسو او ملي اردو پر پوستو وسلوال برید کړی؛ ۱۶ سرتېري وژل شوي او له ۱۰ ډېر نور ژوبل دي. د ګذرګاه نوراوسیدونکيو ويلي، چې په دې برید کې د ولسوالۍ د تخنیک آمر او د اردو د سیمه ییز ټولي قومندان هم وژل شوي او د اردو یو سرتېری ورک شوے دے. ځایی خلکو ویلی، په برید کې لږ تر لږه ۱۶ عسکر وژل شوی او له لسو زيات نور ژوبل دی. دغه راز په هرات او بغلان ولایتونو کې د ملکي وګړیو د وژل کیدو راپور هم ورکړ شوی دی. سیمه ییز چارواکي تائیدوي، چې په هرات او لغمان ولایتونو کې د چاودنو له امله د څو ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي وژلي او ۱۹ نورزخميان شوي دي.
د طالب ځواکونو او افغان فوځيانو ترمېنځ نښتې په داسې حال کښې زياتې شوې دي چې افغان ولس هيله لرله چې په دوحه کښې د دواړو خواترمېنځ د خبرو اترو په شروع کېدو سره به ډزبندي ټينګه شي او بيا هېواد ته ارامښت راستون شي.