طالبان ماشومانو ته پوځي روزنه ورکوي
Oct 22, 2020 00:30 Asia/Kabul
اوا خبري اژانس راپور ورکړی طالبان د افغانستان په جوزجان ولایت کښې په لسګونو ماشومانو ته پوځي روزنه ورکوي .
د جوزجان د پولیسوقومندان عبدالواحد وجدان پرون وویل طالبانو په تیر کال کښې د درزاب ولسوالۍ په مغل کلي کښې په البخاري مدرسه کښې پنځوسو (۵۰) افغان ماشومان ته پوځي روزنې ورکوي چې هغوې له حکومتي عسکرو سره جنګ ته چمتو شي .
هغه وویل دغه ټول ماشومانو له اتلسو (۱۸) کلونو کم عمرونه لري .
درزاب د عبدالرشید دوستم د زیږنځای جوزجان ولایت یوه(۱) ناامنه ولسوالۍ ده او له تیرو کلونو راهسې داعش ترهګرې ډلې په دغه سیمه کښې فعالیت لرلی او اوس دغه سیمه د طالبانو په ولکې کښې ده .
ټیګونه