په افغانستان کې ۹۵وسلوال طالبان وژل شوي
په افغانستان کې ښکیل لوري د یوه بل پر مرکزونو او مورچلو بریدونه کوي چې تر دې دمه پکې د سلګونو کسانو وینه بهیدلې او دغه راز په زرګونو خلک هم د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي .
ایرنا خبری اژانس راپورورکړی، د افغانستان د دفاع وزارت په نننۍ اعلامیې کې وئیل شوي دي ، د زابل ، نیمروز، کندوز ، هلمند ،ننګرهار ، کندهار ، غور او بادغیس پشمول په مختلفو ولایتونو کې د طالبانو د مورچلو اوپټنځایونو په ضد ددغه هیواد دامینیت ځواک په تیرو ۲۴ساعتونو کې په پراخو حملو کې ۴۳وسلوال طالبان ټپیان شوي هم دي .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي ،په دغو حملو اوعملیاتو کې زیات شمیر وسلې ،مهمات او چاودیدونکي توکي هم د امنیتي ځواک منګولو ته ورغلي دي .
د افغانستان د دفاع وزارت اعلامیه په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانوډلې او کابل حکومت د استازو ترمینځ دسولې د خبرواترو له بهیر سره په یووخت د جنګ زیاتیدا او سختیدا هماغه راز دوام لري او ښکیل لوري د یوه بل پر مرکزونو او مورچلو بریدونه کوي چې تر دې دمه پکې د سلګونو کسانو وینه بهیدلې او دغه راز په زرګونو خلک هم د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي .